کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۳ل)
په غزه کې د حماس لوړ پوړي پوځي قوماندان “یحیی سنوار” اسلامي اُمت ته په خطاب کې ويلي، چې دوی یواځې د غزې نه، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ د دفاع لپاره جګړه کوي، د مسلمانانو لومړۍ قبله اشغال شوې او د آزادولو په عملیاتو کې یې باید ټول اسلامي اُمت برخه واخلي.
نوموړي د اسلامي نړۍ په ځوانانو غږ کړی، چې ټوپک ته لاس کړئ که ټوپک نه لرئ چړې او لرګي را واخلئ.
د حماس دغه لوړ پوړي پوځي قوماندان ته په یو منسوب شوي غږیز پیغام کې چې د لبنان المنار تلویزیوني شبکې، الأقصی تلویزیوني چینل او المیادین خپور کړی، د لبنان، سوریې، یمن او په ځینو نورو هېوادونو کې د اسرائیلو، امریکا او برېتانیا پر وړاندې د اسلامي اُمت ته مبارزې ستاینه شوې او د نورو اسلامي هېوادونو له ځوانانو یې هم د ورته اقدام غوښتنه کړې ده.
د ویلو ده، چې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې، چې د حماس اسلامي غورځنګ دغه لوړ پوړي پوځي قوماندان یاد پیغام کله ثبت کړی؛ خو دا چې د غزې، یمن او ځینو نورو اسلامي هېوادونو یادونه په کې شوې ښکاري، چې نوی به وي.