یکشنبه, فبروري 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ولې يوګوسلاويا هېواد تجزيه شو؟

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مارچ 31, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
20
ځلې شریک شوی
255
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

محمد سليم سليمان

یوگوسلاویا چې په سویل‏ ختيزې او مرکزي اروپا کې پروت هیواد وو ، په دريو سياسي جفرافياوو ( د یوګسلاویا فدراله پادشاهي، د یوګسلاویا جمهوریت او د یوګسلاویا سوسیالیستي جمهوریت) باندې اطلاق کېده .داهېواد د بهرنيو دسیسو اوجګړو په پايله کې تر ۲۰۰۸ کال پورې په اوو هیوادونو (بوسنیا- هرزه‏ګونیا، کروشیا، مقدونیه، کوسوو، مومتینیګرو، صربيا او وسلووینیا) وویشل شو. يوګوسلاويا چې له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته په ۱۹۱۸ کې د سلووانيا، کرواسي او صربيا دولتونو له ادغام څخه رامنځ ته شوی هېواد و. لومړی پيټر یې لومړی پاچا او د ۱۹۲۲ زېږديز کال د پاريس په ناسته کې د لومړۍ نړيوالې جګړې د ايتلافي هېوادونو Allied leaders of World War I لخوا په رسميت وپېژندل شو، او په ۱۹۲۹ ميلادي کال کې یې نوم د يوګوسلاويا پاچاهي ته تغيير شو.

دا هم ولولئ

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

هغه جغرافيا او ستراتيژيکه سيمه چې يوګوسلاويا پکې پرته وه يانې (بالکان) د نړۍ مهمه سيمه او له جنجالونو ډکه سيمه وه ځکه چې په کوچنۍ جغرافيا کې بېلابېل نژادونه، مذهبونه ، ژبې او ميلتونه سره راټول شوي وو او همدې رنګارنګيو او جغرافياوي موقعيت د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د ډېرو تاريخي حوادثو ښکار کړې وه. دا حوادث د لسيزو په اوږدو کې کله ساړه او کله ګرمېدل چې بالاخره تر دې راورسېدل چې د ۱۹۹۹ زېږديز کال په دې شپو او ورځو کې د ناټو نظامي ايتلاف په پخوانۍ يوګوسلاويا باندې هوايي عمليات پیل کړل، دې عملياتو ۷۸ ورځې وخت ونيو او په اروپا کې له دويم نړيوال جنګ وروسته تر ټولو سخته جګړه وه. د ناټو غړو هېوادونو بې له دې چې د ملګروملتونو د امنيت شورا د غړو هوکړه او تاييد واخلي په خپل سر یې په يوګوسلاويا حملې پیل کړې او بيا وروسته د همدې حملو لړۍ وغځېده او په عراق باندې هم د ملګروملتونو له تاييد پرته حملې ترسره شوې.

د يوګوسلاويا پر ارامه ښارونو درانه هوايي بمونه وغورځول شول، په ۷۸ ورځو کې، د ناټو هوایي بریدونو کې یو نیم زره میشت ځایونه ویجاړ شول، تر ۲۰۰۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول. تر بمبارۍ وروسته د يوګوسلاويا ولسمشر سلوبودان ميلاسوویچ حکومت ړنګ شو، کوسوو له یوګوسلاویا څخه واخیستل شوه او ددې خپلواک دولت د انحلال پروسه پیل شوه.

که څه هم په ۱۹۷۰ او ۸۰ مه لسيزه کې یوگوسلاویا د مارشال تیتو تر واکمنۍ لاندی په یو سوکاله هیواد باندی بدل شوی و چې په هغې کې روغتیایی او تعلیمی چوپړتیاوی ټولو ته وړیا وې ، بیکاری ډېره راښکته شوې وه او ښاریانو ته یی فوق‏العاده ترانسپورتی چوپړتیاوی وړاندی کولې. یوګوسلاویا د صنعت او زراعت په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ کړی وو. د منځنې عمر کچه ۷۲ کالو ته رسیده او ناخالصه کورني تولید په کال کې ۷ سلنه پرمختګ درلود.

دلته اصله خبره دا وه چې په دغه هیواد کې سوشليستي دولت واکمن وو چې لویدیځو هیوادونو هغه د ځان لپاره خطر ګاڼه، نوځکه جرمني، فرانسې، انګلستان او امریکا د بشري حقونو او ډيموکراسي د راوستلو په بهانه د ناټو په چوکاټ کې په دې هېواد حمله پيل کړې.

لومړی یې د سلوونیا او کرواسي په ایالاتونو کې د بیلتون‏غوښتونکو څخه ملاتړ پيل کړ ، په جرمني کې یې د نظامی زده کړو او هغوی ته د وسلو ورکولو پروسه پیل کړه او په ۱۹۹۱ کال کې دې دواړو هیوادونو له يوګوسلاويا څخه خپله خپلواکې اعلانه کړه او په چټکۍ سره د جرمني له خوا په رسمیت وپیژندل شول.

متحده ایالاتو او متحدينو یې پر يوګوسلاويا له حملو کولو سره سره او دا هېواد په اتو کوچنيو هېوادونو ويشلو سره سره سوله نه راوستله، بلکې قومي شخړې لا هم تازه شوې او لا هم خلک ددې قومي تربګنيو په اور کې سوځي او وخت ناوخت پکې د قومي او ميليتي ډله ييزو جنګ جګړو خبرونه اورېدل کېږي.

او لکه څنګه چې د نړيوالو قوانينو تر پښو لاندې کول نن سبا د زبرځواکونو لپاره ډېر اسانه دي په ځلونو د همدې ايتلافونو او زبرځواکونو لخوا نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړل شوي دي دي. او له ګریناډا، پانامې، افغانستان، سوډان، عراق،، یمن، سومالیا، سوریه، لیبیا پورې پر هر هېواد یې د بشري حقونو، سولې، ازادي او ډيموکراسي تر نامه لاندې حملې کړې دي او دا هېوادونه یې له خورا بد ناورين سره مخ کړي دي او بوږنونکې لا دا چې دا هېوادونه یې همداسې په بد حالت کې پسې پرېيښي دي.

د یوګوسلاویا بمباري د نړيوال عدالت د ځپلو او تر پښو لاندې کولو لومړۍ هڅه وه چې له هغه وروسته په کراتو د نړيوالو اصولو نقض کول تکرار شول او لا تکرارېږي . په هرصورت، نړۍ اوس د بدلون په حال کې ده، حتی کوچني سیمه ييز قدرتونه د چا تر مطلق واک لاندې نشي راتللی او نه غواړي پر سر د ډيموکراسي او بشري حقونو د دروغجنو نومونو تر عنوان لاندې باداران ولري.

په افغانستان او سوریه کې د ناټو د عملیاتو ناکامي، په منځني ختیځ او اسیا کې پر امریکايي اډو بریدونه او په سور سمندرګي کې پر امریکايي او برتانوي کښتیو د یمني حوثي یاغیانو بریدونه دا په ډاګه کوي چې جهان نور تورې دورې يا د منځني پیړیو واکمني نه ستنېږي چې هرڅه به د مطلق يو چا او يو ګروپ تر کنترول لاندې وي. د متحده ایالاتو د انفرادي حاکمیت په وړاندې مقاومت مخ په ډېرېدو دی، د نړۍ هېوادونو ته یو اړخیز ګواښونه او ګوتڅنډنې نورې ډېرې اغیزمنې نه دي.

د يوګوسلاويا جګړه په ۱۹۹۹ کال کې د يوګوسلاويا له سقوط وروسته پای ته ورسېده او تر ۲۰۰۸ کلونو په موده کې د بوسنیا- هرزه‏ګونیا، کروشیا، مقدونیه، کوسوو، مومتینیګرو، صربيا او وسلووینیا خپلواکې سيمې او حکومتونه پکې رامنځته شول.

مخکینې مطلب

يحيی سنوار: موږ يوازې د فلسطين نه، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ د دفاع لپاره جګړه کوو

بل مطلب

تل أبیب کې د نتنیاهو په خلاف ستر لاریونونه پیل شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2026
افغانستان

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
خبرونه

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
افغانستان

د جمعي امنیت تړون سازمان لخوا له افغانستان څخه د امنیتي اندېښنو ادعا؛ ذبیح الله مجاهد د تعامل او همکارۍ پر زیاتېدو ټینګار کړی

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
خبرونه

ابوعبیده: مقاومت طوفان الأقصی جګړه کې تاریخي استقامت ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026

وروستي

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2026
0

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

د افغان او داغستاني سوداګرو ترمنځ د ۱.۵ میلیونه ډالرو سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • حسام بدران: غزې ته د سوله ساتو ځواکونو پر استولو له اسلامي هېوادونو سره خبرې روانې دي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com