کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۳ل)
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې د اسرائیلو په پلازمېنه تل أبیب کې د لومړي وزیر نتنیاهو په خلاف ستر لاریونه پیل شوي دي.
لاریونوال د نتنیاهو استعفاء او غزه کې حماس اسلامي غورځنګ او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو سره د بندي اسرائیلي وګړو د خلاصون غوښتنه کوي.
“هارتس” اسرائیلي ورځپاڼې لیکلي: نتنیاهو د یهودو په تاریخ کې تر ټولو بدترینه مشر دی. اسرائیل له سخت اضطراب او ګډوډۍ سره مخ دي، که د عربو چوپتیا او ملاتړ نوای ورسره، دې جنګ به یوه میاشت هم وخت نه وو نیولی او فلسطنیانو به جګړه ګټلی وای او یهودي پوځیانو به جګړه بایللې وای.
یا ده ورځپاڼه وایي، چې د عربو په ځانګړي ډول د سعودي او متحده عربي اماراتو ملاتړ اسرائیلو ته بقاء ورکړې ده. عرب یواځې په دې موخه د حماس سره دوښمني کوي، چې دوی ټول اخوان المسلمین سره دوښمني لري او ویره لري که حماس جګړه وګتله په ټوله عربي نړۍ کې به یوځل بیا اخوان المسلمین سر را پورته کړي او عربي هېوادونو کې به واک تر لاسه کړي.
د ویلو ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې اسرائیلي وګړي د نتنیاهو په خلاف لاریونونه کوي بلکې تر دې وړاندې هم بیا، بیا تل أبیب او نورو ښارونو کې ورته لاریونونه شوي دي.