کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د لبنان په جنوبي “ناقوره” سیمه د اسرائیلي اشغالګرو په هوایي برید کې د حزب الله اسلامي غورځنګ ۳ مهم قوماندانان وژل شوي دي.
د حزب الله اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې یاد برید نن سهار وختي د حزب الله غورځنګ پر یوه پوځي مرکز ترسره شوی، چې په پایله کې یې د یادې ډلې د درې مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۶ جنګیالي وژل شوي دي.
که څه هم “المنار” د حزب الله اسلامي غورځنګ د وژل شویو قوماندانانو هویت نه دی څرګند کړی؛ خو په خبره یې یادو قوماندانانو یې د لبنان اسرائیلو پر پوله له تېرو ۴ میاشتو راهیسې اسرائیلي اشغالګرو باندې ګڼ شمېرې حملې طرحه کړې وې.
د ویلو ده، چې د اسرائیلي ترهګر پوځ ویاند د برید مسؤلیت منلی او په خبره یې د حزب الله د یادو قوماندانانو لخو په اسرائیلي پوځ شپږ سوه بریدونه طرحه او ترسره شوي وو.

















