طالبانو د داعش ډلې یو ځانمرګی وژلی

کابل ټکی کام ۰۴کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي دي، چې د ننګرهار د خوګیانو ولسوالۍ د ابکو سیمه کې طالبانو د داعش ډلې یو ځانمرګی وژلی دی.
سرچینې ویلي، یاد بریدګر غوښتل تر څو د طالبانو پر یوه قومندان ملا نیک محمد چې په رهبر مشهور دى برید وکړي، خو طالبانو له پېژندلو وروسته پرې ډزې وکړې، او ځای پر ځای یې وواژه.
تېره ورځ یو شمېر رسنیو خبر ور کړ چې په یاد ولایت کې د طالبانو یو نوموتی قومندان ملا نیک محمد د داعش ډلې له یوه ځانمرګي برید څخه روغ وتلی دی.
د یادولو ده، په پکتیکا کې هم د طالبانو او داعش ډلې تر منځ سخته جګړه ونښته، چې د داعش ډلې زیات شمېر جنګیالیو ته یې مرګ ژوبله واړوله، او بیا وروسته امریکایي بې پیلوټه الوتکو پر طالبانو بمبارد وکړ، چې ۱۳ طالبان یې ووژل.



