کابل بېرته په برېښنا باندې روښانه شو

کابل ټکی کام ۰۴کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
په دې وروستیو کې د بغلان ولایت په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمو کې د امنیتي ځواکونو له لورې د طالبانو پر خلاف عملیات پیل شول، امنیتي ځواکونه پر ځای د دې چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې مثبتې لاسته راوړنې ولري، د عامو ملکي وګړو پر وژنه لاس پورې کړ، د هغوی کورونه او مساجد یې په توپونو وویشتل، دوی د طالبانو له لورې د تلفاتو په لیدلو سره د برېښنا پایې هم ونړولې، چې له کبله یې روښانه کابل تیاره شو.
دا مهال د برېښنا شرکت اعلان کړه چې د برېښنا د پایو په رغېدو سره یې کابل بېرته روښانه کړ.
د برېښنا شرکت استازی میرویس حلیمي وايي:
«کابل ته دبريښنا د جريان د بيارغاونې کار د دوشنبي په ورځ پای ته ورسيد، اوس کومه ستونزه نشته.»
د برېښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري پخپلو څرګندونو کې وویل، چې په تېرو ۲۸ ورځو کې چې له ازبکستان څخه کابل ته د وارداتي برېښنا مزي پرې شوي وو، نو د برېښنا شرکت کابل ښاریانو ته د برېښنا د ور کړې لپاره له حرارتي برېښنا څخه استفاده کوله، او په نتیجه کې یې ۲.۵ میلیونه ډالره چې شاوخوا ۱۷۰ میلیونه ډالره کیږي، لګولي دي.
نوموړي زیاته کړه چې دا شرکت د خپلو ټولو زیانونو د لګښت د پوره کېدو په موخه به د راتلونکي کال له پیل څخه په بېلونو کې زیاتوالی راولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button