کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ وری، ۱۴۰۳)
په داسې حال کې، چې د یمن وسله والو ځواکونو له سره سمندرګي او عدن خلیج ور اخوا د هند سمند او بحرین سواحلو ته خپل عملیات غځولي د راپورونو له مخې یمني ځواکونو دویمه بېړۍ هم ویشتلې ده.
د یمن د وسله والو ځواکونو سرچینو “المیسره” خبري آژانس ته ویلي، چې ویشتل شوې بېړۍ امریکایي وه او اسرائیلو ته یې وژونکې وسلې لیږدولې، چې د دوی د ځواکونو لخوا د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه او په بشپړه توګه ویجاړه شوه.
د یمن د وسله والو ځواکونو سرچینې زیاتوي، چې ډېر ژر به د یادو بریالیو عملیاتو رسمي پړه ومني.
یمني ځواکونو د تېر 2023م کال د نومبر میاشتې له نیمایي څخه د یمن وسله والو ځواکونو پر غزې د اسرائیلي نیواکګرو حملو ته په غبرګون کې د امریکا، برېتانیا او اسرائیلو 83 بېړۍ ویشتلي او 5 نورې یې روغې نیولې دي.
د ویلو ده، چې وړاندې تر دې د یمن وسله والو ځواکونو سره سمندرګي او عدن خلیج کې اسرائیلو ته پر روانو بېړيو بریدونه کول؛ خو تازه یې خپل عملیات د هند سمندر او د بحرین سواحلو ته هم غځولي دي او په تېرو دوه ورځو کې یې ۲ امریکایي بېړۍ د بحرین په سواحلو کې په نښه کړي دي.


















