عمران خان: د غزې قتل عام بندولو ته دې مسلمان قيادتونه راوړاندې شي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ وری، ۱۴۰۳ل)

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر “عمران خان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د غزې قتل عام بندولو ته دې مسلمان قيادتونه راوړاندې شي.

ښاغلي خان له زندان څخه د نړۍ پر ځواکمنو غږی، چې د غزې قتل عام بندولو ته دې را واندې شي.

نوموړي چې دا مهال د بېلا بېلو تورون له امله په زندان کې ده: په یوه لیکلي بیان کې ویلي: نړېوال او په ځانګړي ډول د اسلامي نړۍ قیادتونه باید ګامونه واخلي او یو مؤثر کردار اداکړي.

عمران خان د خپلو خبر پر دوام ویلي، چې د غزې مظلوم ولس تر اسلامي اُمت پورې هیلې تړلي دي؛ خو متأسفانه اُمت د غفلت په داسې یو خوب ویده، چې ژر به را بیدار نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button