کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ وری، ۱۴۰۳ل)
د ټوېټر کمپنۍ مشر او مشهور ملیاردر “ایلان ماسک” د اوکرایین ولسمشر زيلنسکي ته په یو لیږلي پیغام کې ویلي: که سوله ونه کړئ، ښايي ټول هيواد وبايلئ.
ښاغلي ماسک زيلنسکي ته په خطاب کې ویلي: مخکې تر دې چې ټوله خاوره او وطن وبایلې ښه به دا وي، چې له روسیې سره د سولې خبرې اترې پیل او یوې هوکړې ته ورسیږې.
ماسک د خپلو خبرو پر دوام زيلنسکي ته په خطاب کې ویلي: تاسو چې د چا په فرمایش جنګیږئ هغوی ته ستا وطن او خلک هېڅ ارزښت نه لري؛ هغوی د وسلو سوداګر دي او د خپلو وسلو د خرڅلاوه لپاره د جګړې اور ته لمن وهي.
د ویلو ده، چې ایلان ماسک داسې مهال زيلنسکي ته له روسیې سره د خبرو اترو بلنه ورکوي، چې په تېره یوه اوونۍ کې پر اوکرایني ځواکونو د روسانو بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، ډېرې مهمې او ستراتیژیکې سیمې روسانو نیولي د اوکرایني ځواکونو سلګونه سرتېري وژل شوي او له ډېرو سیمو شاتګ ته اړ شوي دي.

















