ایران اسرائیلو ته: هېڅ برید به مو بې ځوابه پاتې نه شي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ وری، ۱۴۰۳ل)
ایران یو ځل بیا اسرائیلو خبرداری ورکړی، چې هېڅ برید به یې بې ځوابه پاتې نه شي.
د سوریې په پلازمېنه “دمشق” کې د ایران پر سفارت د اسرائیلو وروستي هوایي، برید چې پکې ګڼ کسان ووژل شول ایران غوصه کړی او بیا بیا یې له اسرائیلو د غچ اخیستلو ژمنه کړې ده.
نن د جمعې تر لمانځه وروسته په پلازمېنه تهران کې د هغو کسانو د جنازې په مراسمو کې د سپاه پاسداران ځواکونو عمومي قوماندان “حسین سلامي” تل أبیب ته خبرداری ورکړ، چې ډېر ژر به د ده په “خبره” د خپلو شهیدانو غچ واخلي.
جنرال سلامي دغه راز د کوم عربي هېواد له نوم اخیستو پرته عربي هېوادونه هم ګواښلي، چې په دمشق کې یې د دوی په سفارت او د سپاه پاسداران ځواکونو په مرکز د حملې کوردینات صهیونیستي ريژیم ته ورکړي دي. نوموړي که څه هم د کوم عربي هېواد نوم نه دی یاد کړی؛ خو په خبره یې ډېر ژر به یې شواهد د نړېوالو مخې ته کیږدي.
له بلې خوا د ایران د دفاع وزیر “محمد رضا آشتیاني” له «المیادین» خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې په سوریه کې د ایراني جنرالانو او دیپلوماتانو د وژلو له امله به اسرائیل سخت زیانمن شي.
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په سوریه کې د وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې د حماس اسلامي غورځنګ او اسلامي جهاد مقاومتي ډلو لوړ پوړو مشرانو هم ګډون کړی وو.
د ویلو ده، چې د ایران د سپاه پاسداران لوی درستیز سردار محمد رضا زاهدي هم د هغو کسانو په ډله کې و، چې د تېرې دوشنبې په ورځ په دمشق کې د ایران پر سفارت د اسرائیلي ترهګرو په برید کې ووژل شول.



