کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۳ل)
العربیه نړېوال تلویزیون خبر ورکړی، چې د ایران سمندري ځواکونو “هرمز” تنګې کې اسرائیلو ته روانه یوه پرتګالي بېړۍ نیولې ده.
د العربیه په راپور کې راغلي: د ایران سمندري ځواکونو “هرمز” تنګي کې د MCS ARIES په نوم پرتګالي بېړۍ سره له عملې نیولې ده.
اسرائیلو او پرتګال تر اوسه په رسمي توګه د یادې بېړۍ د نیول کېدو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو یوې پرتګالي سرچینې العربیه ته ویلي، چې یاده بېړۍ اسرائیلو ته نه بلکې هند ته روانه وه او د ګڼ شمېر هېوادونو د سوداګرو مالونه او کانټینرونه پکې بار و.
د ویلو ده، چې د ایران د سمندري ځواکونو سرچینو د بېړۍ د نیولو مسؤلیت په غاړه اخیستی او په خبره یې یاده بېړۍ تل أبیب ته روانه وه، چې د دوی د ځواکونو لخوا ونیول شوه.
د العربیه د راپور له مخې د ایران لخوا په نیول شوې بېړۍ کې د لسګونو میلیونو ډالرو په اندازه مال او ۲۰ تنه عمله شتون لري.


















