کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ ثور، ۱۴۰۳ل)
له کینیا راپورونه وایي، چې د دغه هېواد لوی درستیز د چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوی دی.
د یاد هېواد پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د پوځ لوی د درستیز “فرانسیس اوګولا” په ګډون په دغې پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي، چې له ډلې یې ۲ تنه د پوځ مهم سلاکاران دي.
د کینیا د ولسمشرۍ دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغه پيښه کې د پوځ لوى درستيز اوګولا او لس تنو پوځيانو ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه پوځيان ټپيان شوي دي.
د کینیا ولسمشر “ویلیم روټو” په یوې خبري ناسته کې ویلي، چې چورلکې له الوتنې لږ وروسته سقوط وکړ او ټینګار یې کړی، چې دوی په دې پیښه کې د پوځ د مشر او نورو پوځیانو د مرګ له امله خپله ژوره خواشیني څرګندوي.
د کینیا پوځ وایي، چې د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړي، ترڅو معلومه کړي، چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله نسکوره شوې او یا هم ویشتل شوې ده.


















