ایراني ځواکونو بحرین کې د امریکا د پنځم سمندري ځواک اډه په نښه کړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې ایراني ځواکونو په بحرین کې د امریکايي پوځ د پنځم سمندري ځواک پر مرکز برید کړی دی.
د راپورونو له مخې، له برید وروسته د بحرین په ځینو سیمو کې زورورې چاودنې اورېدل شوې دي. ویل کېږي چې دغه بریدونه د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو پوځي ترینګلتیاوو په لړ کې ترسره شوي دي.
ایراني سرچینې ادعا کوي چې د امریکا د پنځم سمندري ځواک اړوند ځینې مهم هدفونه په نښه شوي؛خو تر اوسه د زیانونو او مرګژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
بلخوا امریکايي او بحریني چارواکو تر دې دمه د دغو راپورونو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
د یادونې وړ ده چې د امریکا د پنځم سمندري ځواک پوځیان بحرین کې مېشت دی او د فارس خلیج، سره سمندر او شاوخوا سیمو د سمندري عملیاتو مشري کوي. د دې پېښې له امله په سیمه کې د امنیتي وضعیت او پوځي کړکېچ د لا پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.



