عراقچي امریکا ته: له اور سره لوبې مه کوئ درنه بیه به پرې کړئ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” امریکا ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې له اور سره لوبې ونه کړي، ځکه د خپلو اقداماتو له امله به پښېمانه شي.
عراقچي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ایران ملت او وسلهوال ځواکونه به د هر ډول بهرني فشار، ګواښ او برید پر وړاندې مناسب او قاطع ځواب ورکړي.
هغه ټینګار کړی، چې د سیمې اوسنی کړکېچ د امریکا د سیاستونو او اقداماتو پایله ده او واشنګټن باید د وضعیت د لا خرابېدو له خطره ځان خبر کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې تهران د خپل ملي امنیت، حاکمیت او ګټو د دفاع لپاره هر اړین اقدام ترسره کوي او هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د ایران امنیت له ګواښ سره مخ کړي.



