کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ ثور، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د لبنان او اسراییلو پر پوله د حزب الله ځواکونو سره نښتو کې دوه صهیونیستي پوځیان وژل شوي. د اسراییل ۱۲ تلویزیون خبر ورکړی، چې حزب الله ځواکونو نن سهار د اسراییلي پوځ پر یوې سرحدي پوستې برید کړی، چې په پایله کې یې دوه پوځیان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د حزب الله غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې ویلي، چې د اسراییلي پوځ ۸ پوځیان یې وژلي دي

















