کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ ثور، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د غزې تړانګې بېلا بېلو سیمو کې حماس ځواکونو سره نښتو او چاودنو کې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” سرچینو “المنار” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې تړانګې شمالي او مرکزي سیمو کې په نیواګرو اسراییلي پوځيانو لسګونه بریالي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۳ اشغالګر پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. په ورته مهال د اسراییلو ۱۲ تلویزیوني شبکې هم خبر ورکړی، چې غزه کې یې ۵ پوځیان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي. د یادونې وړ ده، چې اسراییلي ترهګر ريژیم تر دې دمه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.

















