محمد عبدالعلي ترابي
نن د جوزا لومړی نيټه ده ، چې زمونږ د دې پاک صف د سرلارې شهید عالی قدر امیرالمومینین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د شهادت له اتم تلین سره برابره ده.
ته بریالی شوې ؛ خو مونږ په ستر امتحان کې را حصار شو، تاسو خو د الله جل جلاله په مینه کې خپل نازنین وجود کباب کړو او مونږ ته مو د خپل ځان په قرباني کولو سره یوه ستره او برحقه داعېه را پرېښوده، مونږ ویاړو چې ستاسو د خلف عالی قدر امیر المومنین حفظه الله سره ستا په شان د دې سپیڅلي صف لارويان یو.
تاته د دې صف د رهبرۍ مسوؤلیت هغه مهال در وسپارل شو ، چې د امت مسلمه یو هسک منار د اجل داعي ته لبیک ووایه ، او تا بیا د هغه د رحلت څخه وروسته د دې صف رهبري په ښه توګه انجام کړه او بالاخره ته هم د خپل رب د دیدار په تمه د شهادت په نازنین خوب ویده سوی.
تا د اختلافاتو سره سره هم بریا خپله کړه. دلته ډیری داسې څوک پیدا شول ، چې د مرحوم امیرالمومنین رحمه الله له رحلت وروسته یې د خپل هدف لوری بدل کړ او په بله خوا رهي شول ته، لکه غر په خپل موقف ولاړ د بری تر درشل ورسیدی.
تا د جنګي تکتیکونه په لړ کې قطعات رامنځته کړل، چې دی کار د دښمن او غلامانو ارادې متزلزلې کړی او مجاهدین بیا په لنډ وخت کې په ډیرو ساحو کې په دښمن برلاسي شول او فتحې په ډیریدو شوې.
تا د داعش د فتنه اچونکې ډلۍ رېښې په میړانه او حکمت سره له بینه یو وړی او د دې فتنې اچونکې ډلې له نجاستونو دي دا زمونږ پاکه خاوره او زمونږ د خلکو عمومي نظریه صفا کړه.
تا د سیاست باب هم په ډیر لوی حکمت سره پرانیست ، چې بلاخره ستا په نشتون کې ستا مخلصو ملګرو د حدیبې صلحې ته ورته د دوحې د صلحې د پاڼې د لاسلیکولو په مهال بریا ومونده .
تا تعلیمي بهیر په پراخه کچه تر هره ځایه وغځاوه.
تا قضای قوه فعال او برحاله وساتله او هغه دي په خپل کار کې سل سلنه ازاد او باصلاحیته کړه.
تا د هغه وخت د امارت د عملې ټول کارونه د کمیسونونو له لارې کنټرول کړل. تا د خپل جنګي تدبر پر بنسټ د نامرده او نامراده دښمن هر بده اراده په نطفه کې خنثی کړه.
ستاسو په کړنو کې اخلاص، عدل او استقامت له وراېه ښکاریدل .
تاسو له دې دنیا څخه تللي یاست نظریه، عقیده او نوم مې ژوندی ده دا د دی دلیل دی چې تاسو ژوندی یې، لکه څنګه چې الله جل جلاله د شهیدانو اړوند فرمایې چې د مړه ګومان لا مه پرې کوئ، مړه خو بیخي مه ورته وایاست.
کله چې تاسو مونږ ته دا صف له خپلو ټولو ارمانونو سره راپرېښودي ،نو ارمان مه کوئ، تاسو له دې فاني دنیا نه د شهیدانو، استشهادیانو او راز راز کړیدلو او زوریدلو خلکو له یوه ستر او ستړي کاروان سره مل تللي یاست امېد شته چې الله جل جلاله به ټول په خپل دیدار ونازوي.
الله مو ټولې ستړیاوې، زحمتونه، خوارۍ او قربانۍ په خپل عالي دربار کې قبولي کړه.
نحسبک کذالک والله حسیبک!
روح مو ښاد او یاد مو تر تر تله زمونږ په زړونو کې ژوندی پاته شه …