کابل ټکی کام (جمعه، د غبرګولي، ۴، ۱۴۰۳ل)
امريکايي مجلې “پوليټيکو” د امريکايي استخباراتي سرچينو په حواله ليکلي، چې د حماس ٦٥ سلنه تونلونه لا هم فعال دي او ٧٠ سلنه ځواکونه يې له اسرائيلو سره په جګړه بوخت دي.
د پولیټیکو د راپور له مخې، د متحده ایالاتو استخبارات ښیي چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د حماس جنګیالیو یوازې 30 سلنه ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دې ډلې شاوخوا 65٪ تونلونه لاهم فعال دي.
دغه رسنۍ دا هم وايي چې امریکايي چارواکي په دې باور دي چې حماس په وروستیو میاشتو کې زرګونه نوي غړي استخدام کړي دي.
دا راپور زیاتوي چې د بایډن د ادارې چارواکي د حماس د ځواک او وړتیا په اړه خورا اندیښمن دي چې د تېرو ۷ میاشتو تر خونړیو جګړو وروسته لا هم یاده ډله فعاله ده او د زرګونو په شمېر نوي ځواکونه یې خپلو لیکو ته جذب کړي دي.يادې سرچينې زياته کړې، که څه هم نتنياهو په دې وروستيو کې اعلان کړى و، چې حماس بايد په بشپړه توګه له منځه يوړل شي؛خو د امريکا استخباراتي اسناد ښیي، چې په بشپړه توګه د حماس له منځه وړل ناشوني دي.


















