روسي ځواکونو د اوکراین د کليچيووکا ستراتيژيکه سيمه نيولې

کابل ټکی کام (جمعه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
روسي ځواکونو خبر ورکړی، چې د اوکراین په ختیځ کې د دونیتسک ولایت د کليچيووکا ستراتيژيکه سيمه یې نيولې ده.
د سپوتنیک خبري آژانس د راپور له مخې روسي ځواکونه د اوکرایني ښارونو په لور خپل چټک پرمختګ ته دوام ورکړی او په وروستي پرمختګ کې یې تېره ورځ د اوکراین د ختیځ دونیتسک ولایت اړوند د کلیچیوکا ستراتیژیکه سیمه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.
د سپوتنیک د راپور په حواله دا سیمه د هغو سیمو له جملې څخه ده چې د اوکراین پوځ د تېر ۲۰۲۳م کال په دوبي کې له روسي ځواکونو ازاده کړې وه.د روسیې د دفاع وزارت دغه راز ادعا کړې چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د اوکراین ۱۳۳۰ تنه پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د یادونې وړ ده، چې کلیچیوکا کې د اوکرایني پوځ یو قوماندان هم منلی، چې ځواکونه یې له یادې سیمې څخه وتلي دي.



