کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، چې په افغانستان کې امنیت په بشپړ ډول ټینګ او په دغه هېواد کې تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
د کابل ټکی کام د راپور له مخې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګرین د افغان – قزاق ګډ نړېوال نندارتون د پرانېستي په مراسمو کې وویل، افغانستان اوسمهال امن دی او تر بل هر وخت په دغه هېواد کې پانګونې ته ښه زمینه برابره ده. سریک ژومانګرین همدارنګه ویلي، قزاقستان هېواد ژمن دی چې د تل لپاره له افغانستان سره ښې اقتصادي اړیکې ولري.
هغه زیاته کړه، دوی هڅه کوي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې چې تېره د روسیې د ملي امننیت سلاکار هم د همګټو هېوادونو په امنیتي غونډه کې ویلی و، چې د اسلامي امارت د دې وړتیا لري، چې په افغانستان نظم او ثبات ټینګ کړي. هغه زیاته کړې وه، اسلامي امارت د بیارغونې په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي دي.


















