کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې «القسام» وياند “ابو عبيده” په يو غږیز پيغام کې دعوه کړې،چې ځواکونو یې د وړمې ورځې مازديګر مهال د غزې تړانګې شمال جباليا کې يو لړ پيچلي عمليات ترسره کړي.
د “ابوعبيده” په خبره د حماس اسلامي غورځنګ ځواکونو صهيونيستي اشغالګرو سره تر يوې جګړې وروسته د دښمن عسکر يو تونل ته په ننه ایستلو مجبور کړي او هلته يې د کمين ښکار شوي دي، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر صهيونيستي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دې سربيره ځينې عسکر يې د ځواکونو له لوري ژوندي هم نيول شوي دي.
د ابوعبيده په خبره دښمن د خپل ناکام سياست له مخې د ملکي فلسطيني وګړو عام وژنې او د ښارونو او کليو تخريب ته د دوام ورکوي؛.خو تر اوسه پورې يې هيڅ هدف نه دی ترلاسه کړی.خو په عين وخت کې د فلسطين مقاومت کوونکو ځواکونو د غزې په ټولو برخو کې دښمن ته داسې درس ورکړی، چې هيڅکله به يې هير نه کړي او په ډېره ميړانه د خپل هيواد د ازادۍ او دیني اساساتو د ساتنې لپاره مبارزه کوي.

















