کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ “حماس” خبر ورکړی،چې د صهیونیستي ریژیم پر پلازمینې تل ابیب یې لسګونه توغندي توغولي دي.دا په تېرو نږدې څلورو میاشتو کې لومړی ځل دی، چې حماس له غزې پر اسرائیلو د توغندیو بریدونه کوي.د حماس پوځي څانګې القسام لوا پر خپل ټلېګرام کانال ویلي، چې پر تل ابیب یې د توغندیو “ستر” برید ترسره کړی دی.د صهیونیستي پوځ ویاند هم د بریدونو پخلی کړی؛ خو په خبره ګڼ توغندي یې شنډ کړي دي. د یا دونې وړ ده، چې تر اوسه د حماس په بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویل شوي؛ خو د کارپوهانو په خبره یاد برید وښوده، چې حماس لا هم کولی شي چې اسرائیل په نښه کړي.


















