د عراق اسلامي مقاومت سازمان د اسراییلو ایلات بندري ښار په بالستک توغندیو ویشتلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)

د المیادین خبري آژانس د خبر له مخې د عراق د اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” د اسراییلو “ایلات” بندري ښار د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلی دی. یادې ډلې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې برید یې غزه او رفح کې د صهیونیستي ريژیم لخوا د روانو وحشیانه عملیاتو په غچ کې ترسره کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د عراق اسلامي مقاومت ځواکونو وړمه ورځ عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو باندې هم د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو بریدونه کړي و.

مربوطه مطالب

Back to top button