کابل ټکی کام (جمعه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
له هغه وروسته، چې تېره شپه امریکایي او برېتانوي اشغالګرو د یمن د پلازمینې “صنعا” په ګډون پر یو شمېر ښارونو هوایي بریدونه وکړل. تازه راپورونه وایي، چې په غبرګون کې یې د یمن وسله والو ځواکونو د “اېزن هاور” په نامه الوتکې وړونکې امریکایي بېړۍ ویشتلې ده.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند شیبه وړاندې پلازمېنه “صنعا” کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې عملیات یې دقیق و او امریکایي بېړۍ ته پکې د پام وړ زیا اوښتی ده.
جنرال یحیی سریع په يمن باندې دامريکا او بريتانوي اشغالګرو د تېرې شپې په وحشیانه هوایي بریدونو کې د خپلو ١٦ تنه جنګیالیو د شهادت او د ملکیانو په ګډون د ٤١ تنه نورو د ټپي کېدو پخلی هم کړی ده.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند ادعا کړې، چې سمندری او هوایي ځواکونو یې په ګډو عملیاتو کې د امریکایي دوښمن یاده بېړۍ په نښه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې جنرال یحیی سریع د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې پر یمن د تېرې شپې بریدونه له یادې امریکایي بېړۍ ترسره شوي دي.


















