کابل ټکی کام (جمعه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د اسرائیلو ۱۲ تلویزیوني شبکې د پوځي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په شمال کې یې حماس ځواکونو سره په نښتو او چاودنو کې ۵ تنه پوځیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د صهیونیستي پوځ سرچینو یادې رسنۍ ته پخلی کړی، چې حماس ځواکونو یې یې یو ټانک ویشتلی، چې په پایله کې یې درې پوځیان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
اسرائیلي پوځ دغه راز په یوې چاودنې کې د خپلو ۲ تنو پوځیانو د وژل کېدو او ۵ تنو نور د ټپي کېدو پخلی کړی دی.
په ورته مهال د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” سرچینو بیا ادعا کړې، چې نن جمعه د مې په ۳۱ مه نېټه یې د غزې تړانګې او رفح ښار ګوټي په اړوندو سیمو کې د نښتو او چاودنو په پایله کې ۱۸ صهیونیستي اشغالګر پوځیان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې غزه او رفح کې د صهیونیستي پوځ په مرګ ژوبله کې بیساري ډول زیاتوالی راغلی؛ خو صهیونیستي ريژیم ډیری وخت خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېرې نه خپروي.


















