کابل ټکی کام( شنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
قرغیرستان د کاسا زر پروژې په چوکات کې د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد طرحه چمتو کړې ده. د کابل ټکی د راپور له مخې، د قرغیزستان د انرژۍ وزارت هغه پلان چمتو کړی، چې له مخې به یې دغه هېواد او تاجکستان په راروان ۲۰۲۵ میلادي کال کې د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا ولېږدوي.
ټاکل شوې، چې قرغیزستان دغه ۱.۲۵ میلیارد کیلوواټه برېښنا د راروان کال په دوبي کې د کاسا زر پروژې له لارې پاکستان ته ولېږدوي.
کاسا زر د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا د برېښنا د لېږد پروژه ده.
د افغانستان برېښنا شرکت هم څه موده وړاندې ویلي و، چې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بیا پیلېږي.


















