کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو په لومړي ځل د اسرائیلو “أم الرشراش” ښار د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه کړی دی. د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” تېره ورځ پلازمینې “صنعا” کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې ځواکونو یې په لومړي ځل د «فلسطین» په نامه د بالستیک توغندیو په وسیله د اشغال شوي فلسطین د “أم الرشراش” ښار کې په بریالیتوب سره ګڼ شمېر مهم اهداف په نښه کړي دي. د نوموړي په خبره په یاد ښار یې ۱۴ بالستیک توغندي ویشتلي، چې ټول یې په بریالیتوب سره په مهمو اهدافو لګیدلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې دا لومړی ځل دی، چې د یمن وسله وال ځواکونه د اسرائیلو دننه مهم اهداف په نښه کوي. د یادونې وړ ده، چې د یمن وسله والو ځواکونو د تېر ۲۰۳۲م کال د نومبر میاشتې راهیسې په سره سمندرګي، عدن خلیج، هندي سمندر او بحرین خلیج کې د امریکا، برېتانیا، اسرائیلو او ځینو نورو هیوادونو سلګونه هغه بېړۍ په نښه کړي، چې د اشغال شوي فلسطین بندرونو ته روانې وې.


















