د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو تېره ورځ هغه ماشوم د تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل، چې نژدې یوه اونۍ مخکې د بلخ مرکز مزارشریف ښار څخه تښتول شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په کابل ښار کې هم دوو ماشومان د تښتوونکو له منګولو څخه آزاد او خپلو کورنیو ته سپارل شوي وو. تر دې مخکې، په سمنګان، بلخ او لوګر ولایتونو کې هم د ماشومانو یو شمېر تښتوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول او د قانون منګولو ته وسپارل شول. د یادونې وړ دي، چې په یادو پېښو کې هم یو شمېر ماشومان آزاد او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
دا ټولې پېښې او د اسلامي امارت د زړورو امنیتي ځواکونو چټک غبرګون د دې ښودنه کوي، چې جنايي پېښو په ځانګړې توګه د تښتونې پېښو ته د امنیتي ځواکونو له خوا په چټکه رسېدنه کېږي، د پېښې ترسره کوونکي نیول کېږي او له قانون سره سم ورسره چلند کېږي. تښتوونکي باید پر دې پوه شي، نور امن نه دی، امنیتي ځواکونه ان شاءالله د الله تعالی په مرسته هرومرو دوی پیدا کوي او د قانون منګولو ته سپاري.
اسلامي امارت لکه څرنګه چې نورو جنايي پېښو، نشه يي توکو کرکیلې او قاچاق، د وسلو ناقانونه لېږد رالېږد، د تاریخي اثارو غلاو، د غلاوو او شوکماریو نورو قضیو سره په کوټلي توګه مبارزه کړې، د ماشوم تښتونې له پېښو سره هم جدي برخورد کوي او په دې لټه کې دی چې دغه ناوړه او ناروا پدیده او فرهنګ نور دلته ختم شي. ټول مجرمین باید پر دې پوه شي، چې د جرم په صورت کې به د امن پټنځای ونه لري، هر چېرې چې وي، زموږ د اسلامي امنیتي ځواکونو له خوا څارل کېږي، نیول کېږي او د قانون منګولو ته سپارل کېږي او په نهایت د خپلو شومو اعمالو جزا ویني.
افغانان هم له مجرمینو، تښتوونکو، غلو او نورو جرمي ډلو سره د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو قاطع او جدي برخورد درک کړی، دوی په هېواد کې د امنیتي زړورو ځواکونو د قربانیو او ستړیاوو قدر کوي او د دوی شتون پر افغان ولس د الله تعالی لوی نعمت ګني. افغانان پوهېږي، چې د جمهوریت روزل شويو او پړسېدلو غلو او انسانتښتوونکو تخم په هېواد کې وچ شوی دی.