کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د لبنان پوځ خبر ورکړی، چې تېره ورځ د پلازمینې بیروت په شمال کې د امریکا د سفارت پر ودانۍ یوه سوريایي وګړي برید کړی. له برید وروسته انځورونه ښيي چې بریدګر د لبنان د پوځ له خوا تر ډزو وروسته ټپي او روغتون ته وړل شوی دی. د امریکا سفارت هم د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې ډزې د سفارت ودانۍ ته “نږدې” شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېر ۲۰۲۳م کال
په سپتمبر میاشت کې هم په بیروت کې د امریکا پر سفارت ورته برید شوی و. د یادونې وړ ده، چې د په ۱۹۸۴م کال کې هم د امریکا د سفارت ودانۍ په نښه شوې وه، چې په پایله کې ۱۱ تنه امریکایان وژل شوي وو او ګڼ نور ټپیان شوي و واشنګټن هغه مهال د برید پړه پر حزب الله ډلې اچولې وه؛ خو د اوسني برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.


















