کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د المیادین خبري آژانس د خبر له مخې د عراق د اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” د اسراییلو “ایلات” بندري ښار د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلی دی. یادې ډلې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې برید یې غزه او رفح کې د صهیونیستي ريژیم لخوا د روانو وحشیانه عملیاتو په غچ کې ترسره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د عراق اسلامي مقاومت ځواکونو تېره اوونۍ هم عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو باندې د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو بریدونه کړي و.


















