کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د سلوانیا پارلمان د فلسطین خپلواک دولت د رایو په اکثریت سره، د یو خپلواک دولت او هېواد په توګه فلسطین په رسمیت وپېژانده.
رویترز خبري آژانس په خپل یو تازه خبر کې لیکلی دی، د صهيونېسي رژيم د جنايتونو پر وړاندې د فلسطين د نړيوال ملاتړ په دوام، د سلوانيا پارلمان د رايو په اکثريت سره فلسطين د يو خپلواک هېواد په توګه په رسميت وپېژنده.
دا په داسې حال کې ده، تر دې مخکې د سلوانیا حکومت د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو اعلان کړی و او د دغه هېواد له پارلمان څخه یې غوښتي و، چې له دغې پرېکړې څخه ملاتړ وکړي.
له بلېخوا د سلوانیا لومړي وزیر رابرټ ګلوب هم ویلي، چې د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین په رسمیت پیژندل، د فلسطین خلکو هیلهمنه کوي او دغه څه د منځني ختیڅ د امنیت او ثبات په برخه کې مهم دی، چې د نورو سیمو او نړۍ ثبات او امنیت پورې نغښتی دی.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې اسپانيا، ناروې او ايرلنډ هېوادونو هم د فلسطين خپلواک هېواد په رسميت پېژندلى و.


















