کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د سپوتنیک خبري آژانس د خبر له مخې د اوکراین په دویم ستر ښار خارکېف کې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي، چې په پایله کې یې د کېف اړوند ۴۸ بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوي او د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې، چې ۱۰۰۰ تنه اوکرایني پوځیان یې وژلي دي. سپوتنیک خبري آژانس د روسیې د دفاع وزارت د سرچینو په حواله ویلي، چې روسي ځواکونو “خارکیف” څو مهمې او ستراتیژیکې سیمې له اوکرایني ځواکونو نیولي او لا هم د پرمختګ په حال کې دي. د سپوتنیک د خبر له مخې، د روسیې د دفاع وزارت مطبوعاتي خدمت وړمه ورځ راپور ورکړی، چې د هوايي دفاعي سیستم یې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د ۴۸ اوکرایني بې پیلوټه الوتکو په ګډون، یو “نیپټون” امریکایي توغندی او ګڼ شمېر نور مهم اهداف په نښه او له مینځه وړي دي. د یادونې وړ ده، چې د اوکراین د وسله والو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ هم په خارکېف کې د سختو جګړو د پخلي ترڅنګ تائید کړی، چې ۶۴۰ پوځیان یې وژل شوي او له ځینو سیمو یې تکتیکي شاتګ کړی ده. د اوکراین دفاع وزارت یوځل بیا په خپلو غربي متحدینو غږ کړی، چې اوکراین سره دې د درنو او پرمختللو وسلو د ورکړې ژمنې عملي کړي کنه روسیه به یوازې د اوکراین په نیولو بسنه ونکړي بلکې روانه جګړه به نورو اروپایي هیوادونو ته هم وغځوي.


















