کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د یمن وسله ولو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” پلازمېنه “صنعا” کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال ویلي، چې د عراق د اسلامي مقاومت “حشدالشعبي” ځواکونو سره په ګډو عملياتو کې یې “حیفا” بندر کې یې درې کښتۍ په نښه کړي دي. جنرال یحیی سریع د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې” موږ په عراق کې د اسلامي مقاومت ځواکونو سره په همغږو عملیاتو کې “حیفا” بندر ته روانې دوه اسرائیلي او یوه یوناني بېړۍ په نښه کړه، چې دوه یې په بشپړه توګه ویجاړې او یو ناني بېړۍ ته د پام وړ زیان اوښتی ده. د ویلو ده، چې دا لومړی ځل دی، چې د یمن وسله وال ځواکونه د عراق د اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې اسرائیلي او یوناني بېړۍ په نښه کوي.


















