حماس: له اسرائیلو سره هر ډول تړون کې باید له غزې د صهیونیستي اشغالګرو بشپړ وتل شامل وي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)

فلسطیني مقاومتي ډلو حماس او اسلامي جهاد ویلي، چې، له اسرائیلو سره هر ډول تړون کې باید له غزې د صهیونیستي اشغالګرو بشپړ وتل شامل وي. دا په داسې حال کې ده، چې د فلسطیني مقاومتي ډلو او صهیونیستي ريژیم ترمنځ یوځل بیا د مصر، قطر، ترکیې او امریکا په منځګړیتوب د سولې د خبرو د پیل لپاره هڅې پیل شوي دي. د حماس اسلامي غورځنګ د مرکچي پلاوي غړي “عزت الرشق” د مصر پلازمینې “قاهرې” کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د مقاومت غوښتنه له غزې په بشپړه توګه د اشغالګرو پوځیانو وتل، خپلو مینو ته د بې ځایه شویو کډوالو ستنیدل او د مالي زیانونو تاوان ورکول دي. نوموړي ټینګار کړی، چې که شرایط یې ونه منل شي جګړې ته د دوام ورکوي نوموړي زیاته کړې: زموږ د ځواکونو مرال غښتلی ده لکه څنګه مو چې د جګړې په ډګر کې صهیونیستي اشغالګرو ته شکست ورکړی، دغه راز سیاسي بریا هم خپلولی شو. د الرشق په خبره اسرائیل په نړېواله او سیمه ییزه توګه له انزوا سره مخ دی. تل أبیب اوس د یو ترهګر دولت په توګه پېژندل کېږي. د نوموړي په خبره د بندیانو په تبادله یې غورځنګ د اوس لپاره خبرې نه کوي لومړی باید اساسي مسائل حل شي. د یادونې وړ ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ دغه لوړ پوړی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د اسرائیلي حکومت د چارواکو ترمنځ د بې باورۍ کچه په بیساري ډول لوړه شوې او نن یې د جګړې د وزیر په ګډون ګڼ شمېر مهمو مشرانو خپلې دندې پریښې، غزه کې یې په خپلې ماتې اعتراف کړی او له نتنیاهو یې لاره جلا کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button