روسيې د اوکراين پر کيف ښار د لايزري بمونو بريد کړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۳۰۴ل)

اوکرايني چارواکو ويلي، چې روسيې وړمه ورځ د اوکراين په شمال ختيځ ښار کيف کې درې لايزري بمونه وغورځول، چې لږ تر لږه شپږ کسان پکې ټپيان شوي او يو شمېر کورونه يې ويجاړ کړي دي. د کيف ښاروال ايهور تيريخوف ويلي، چې دوه کورونه په دې بريد کې زيانمن شوي او ښايي د تلفاتو شمېره لوړه شي. ده زياته کړې، چې له بريد وروسته په سيمه کې اور لګيدلی او ګراجونه او موټرونه هم زيانمن شوي دي. د اوکراين دويم لوي ښار کيف او شاوخوا سيمې له اوږدې مودې راهيسې د روسيې د بريدونو موخه ګرځيدلي او په وروستيو مياشتو کې يې بريدونه زيات شوي، چې ملکي وګړو او د انرژۍ زيربناوو ته يې زيان اړولي دي

مربوطه مطالب

Back to top button