د لبنان په جنوب د اسرائیلو برید؛ د حزب الله مهم قوماندان وژل شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د لبنان په جنوبي “جویا” ښار د اسرائیلي اشغالګرو په هوایي برید کې د حزب الله مقاومتي غورځنګ د “النصر” ځانګړې قطعې لوړ پوړی قوماندان ابو طالب وژل شوی دی.د العربیه د سرچینو په وینا “ابو طالب” د حزب الله تر ټولو مهم قومندان دی، چې د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د اوومې د جګړې له پیل راهیسې د صهیونیستي نیواکګرو په برید کې وژل کېږي. د حزب لله غورځنګ سرچینو هم د خپل دغه لوړ پوړي قوماندان د وژل کېدو پخلی کړی او په خبره یې نوموړي په تېرو څه کم اتو میاشتو جګړې کې د لبنان-اسرائیلو پر پوله په صهیونیستي اشغالګرو ۳۰۰ بریدونه طرحه کړي و. د یادونې وړ ده، چې د تېر کال د اکتوبر په اوومه د حماس غورځنګ له خوا پر اسرائیلو د “طوفان الأقصی” عملیاتو له پیل راهیسې د لبنان-اسرائیلو پر پوله د حزب الله ځواکونو او صهیونیستي اشغالګرو ترمنځ هم خونړۍ نښتې پیل شوي، چې په پایله کې یې له دواړو لوریو سلګونه کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.



