کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳ کښتۍ ویشتلي دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” پلازمېنه “صنعا” کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې یادې کښتۍ یې سره سمندرګي او عدن خلیج کې د بالستیک توغندیو او بې پیلوته الوتکو په وسیله په نښه کړي دي.
د یحیی سریع په خبره، چې په سور سمندرګي کې یې ځواکونو د “سي ګارډین” او “ایتینا” په نامه کښتۍ او عدن خلیج ک د “وربینا” په نوم یوه کښتۍ د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر مټ ویشتلي، چې دوه یې په بشپړه توګه ویجاړې او یوې ته یې د پام وړ زیان اوښتی ده.
د يادونې وړ ده، چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند ویلي، چې دغه بريدونه یې پر غزې تړانګې د صهیونیستي یرغلګرو د روان وحشت او پر يمن د امريکا او برېتانیا د وروستیو بريدونو په غبرګون کې ترسره کړي دي.


















