کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چار وزارت وایي: له اسلامي امارت سره د دوحې ناستې د شریکې شوې اجنډا او ترکیب په رڼا کې اسلامي امارت په اصولو کې منلې، چې د دوحې په راتلونکې ناستې کې به ګډون کوي.
یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي«که د ناستې ترکيب او اجنډا کې هر ډول بدلون راځي، طبعاً چې زموږ پر پرېکړه به هم اغېز کوي چې هغه وخت به بيا ټولو لوريو سره شريک شي.»
د یادونې وړ ده، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د قطر په پلازمېنه “دوحه” کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په تړاو یوه غونډه ترسره شي، وړاندې تر دې اسلامي امارت قطري او د ملګرو ملتونو استازو ته ځینې شرایط وړاندې شوي و، چې اوس داسې ښکاري، چې د اسلامي امارت یاد شرایط به منل شوي وي. کارپوهانو بیا یاده غونډه مهمه بللې او له اسلامي امارت یې غوښتنه کړې ده، چې له یوې قوي اجنډا سره پکې ګډون وکړي.


















