کابل ټکی کام (جمعه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
پر رسنیو او خبریالانو د اسرائیلي ترهګر ريژیم د بریدونو پر دوام تازه پېښه کې د “الاقصی” تلویزیوني شبکې خبریال “سلیم الشرفا” په شهادت رسېدلی ده.یاد تلویزیون خبر ورکړی، چې پر غزې تړانګه د صهیونیستي رژیم هوایي بریدونو کې د دوی نوموتی خبریال “سلیم الشرفا” په شهادت رسېدلی دی.د یادونې وړ ده، چې د یاد خبریال په شهادت سره په غزه کې د صهیونیستي ترهګر ريژیم د بریدونو له امله د شهیدانو شویو خبریالانو شمېره ۱۵۴ تنو ته لوړه شوه.

















