کابل ټکی کام (جمعه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
اسرائیلي پوځ خبر ورکړی، چې غزه کې یې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د اسرائیلي پوځ رادیو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د غزې شمال کې یې ۳ پوځیان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي. په ورته مهال اسرائیلي رسنیو بیا غزه کې د ۶ اسرائیلي پوځیانو د وژل کېدو او د ګڼ شمېر نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی ده. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو بیا د مقاومت اړوند “المیادین” خبري آژنس ته ویلي، چې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې یې په صهیونیستي پوځیانو لسګونه بریالي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۱۱ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې غزه او رفح کې د فلسطیني مقاومتي ډلو په بریدونو کې د اسرائیلي پوځ په مرګ ژوبله کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او نږدې هره ورځ د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې اشغالګر پوځ ته د سر او مال د درنو زیانونو په اړه راپورونه خپریږي.

















