کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
یو شمېر رسنیو د روسي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د روسیې په داغستان جمهوریت کې د وسله والو کسانو په برید کې د څو تنو پولیسو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي دي.
راپور کې راغلي، چې وسله والو په دوو ښارونو کې په دوو کلیساوو، یوې کنیسه (د یهودانو عبادت ځای) او د پولیسو پر یوه پوسته ډزې کړې دي.
د روسیې امنیتي چارواکي وايي، دوه بریدګر وژل شوي او د نورو د نیولو لپاره عملیات روان دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه کومې ډلې د یاد برید مسؤلیت نه دی منلی.


















