کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سریع” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ځواکونو یې سور سمندرګي کې دوه کښتۍ ويشتلي او يوه امريکايي بيړۍ يې وتلو ته اړ کړې ده. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده، چې د یمن سمندري ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په سره سمندرګي کې د (ټرانس ورلډ نیویګیټر) په نامه یوه بېړه ویشتلې ده. نوموړي دغه راز زیاته کړې ده، چې ځواکونو یې د هند په سمندر کې هم د (STOLT SEQUOIA) په نامه یوه بله بېړۍ هم د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلې، چې په بشپړه توګه له منځه تللې ده. نوموړي دغه راز ویلي، چې د (اېزن هاور) په نامه د امریکا یوه پوځي بېړۍ یې له سره سمندرګي وتلو ته اړ کړې ده. د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یوځل بیا خپل خبرداری تکرار کړی او په خبره یې د یمن د وسله والو ځواکونو عملیات به په غزې تړانګه کې د صهیونیستي ترهګر ريژیم د روانو وحشتونو تر پای ته رسېدو او د غزې تړانګې د محاصرې تر بشپړې ختمېدو پورې دوام لري.


















