کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په شمال کې د حماس ځواکونو برید کې شپږ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند “المیادین” خبري آژانس ته ویلي، چې د غزې تړانګې شمال کې یې ځواکونو د صهیونیستي پوځیان یو ټانک د “یاسین ۱۰۵” توغندي په وسیله ویشتلی، چې په بشپړه توګه ویجاړ شوی ده. په ورته مهال اسرائیلي رسنیو هم منلی، چې غزه کې یې پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي ترهګر ريژیم تر اوسه غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو په دې وروستیو کې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې د صهیونیستي اشغالګرو د مرګ ژوبلې په شمېرو کې زیاتوالی راغلی ده.


















