کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې اسرائیلي اشغالګرو د غزې تړانګې په لودیځ کې د حماس د اسلامي غورځنګ د مشر “اسماعیل هنیه” کور باندې هوایي برید کړی، چې په پایله کې یې د نوموړي د خور په ګډون د کورنۍ ۱۳ تنه غړي شهیدان شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې پر غزې تړانګې د صهیونیستي اشغالګرو د بریدونو په پیل کې هم د هنیه کور په نښه شوې و، چې په پایله کې یې د کورنۍ ۹ غړي شهیدان شوي وو. ورپسې د روان کال په اپریل میاشت کې هم د اسرائیلي اشغالګرو په برید کې د اسماعیل هنیه ۳ زامن او شپږ تنه لمسیان شهیدان شوي وو. د یادونې وړ ده، چې د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۳۷ زره ۶۲۶ فلسطینیان شهیدان شوي او ۸۶ زره ۹۸ تنه نور ټپیان شوي دي.


















