د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی د دوحې غونډه کې ګډون کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)

د دوحې راتلونکې غونډه کې د گډون په اړه د همغږۍ ناسته د اسلامي امارت د بهرنيو چارو د وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې ناسته کې د اسلامي امارت مرکزي وياند محترم مولوي ذبيح‌الله مجاهد، د افغانستان بانک مرستيال محترم نور احمد اغا، د کورنيو چارو وزارت د مخدرو موادو پرخلاف د مبارزې معين محترم ملا عبدالحق همکار او د صنعت او سوداگرۍ وزارت سلاکارانو گډون کړی و.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم به د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت هیئت د محترم ذبیح‌الله مجاهد په مشري ګډون وکړي.
‏په ناسته کې گډونوالو د دوحې په ناسته کې د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي پر غړو، د افغانستان پر مالي او بانکي نظام بنديزونو، د خصوصي سکتور د پرمختګ په لاره کې ننګونو او د مخدرو موادو پرضد د افغانستان د حکومت پر اقداماتو خبرې اترې وکړې.

مربوطه مطالب

Back to top button