کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر “اسماعیل هنیه” د صهیونیستي ريژیم له لوري د خپلې کورنۍ د ۱۳ غړو د شهادت په غبرګون کې ویلي، چې که دوښمن دا فکر کوي، چې زما د کورنۍ په نښه کول به زموږ د مقاومت دریځ بدل کړي نو تېروتنه کوي او ځان ته دوکه ورکوي.هنیه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د مقاومت دریځ پیاوړی دی، دوښمن یې پر وړاندې مرال بایللی او موږ به له غزې د وروستي اشغالګر تر وتلو جګړې ته دوام ورکوو. د حماس د سیاسي دفتر مشر ویلي، چې د غزې او فلسطين هر شهيد زما د کورنۍ غړی دی زه ویاړم، چې زما د کورنۍ غړي هم یو یو د غزې د سپیڅلو شهیدانو له کاروان سره یوځای کېږي. نوموړي دغه راز ویلي، چې موږ هر هغه تړون ردوو، چې له غزې په بشپړه توګه د صهیونیستي پوځیانو د وتلو تضمین نه کوي دا مو دریځ ده او هېڅکله به بدل نه شي. اسماعیل هنیه د حزب الله، یمني ځواکونو، د عراق د اسلامي مقاومت سازمان او ځینو نورو لوریو څخه مننه کړې، چې په دې سختو ورځو کې زموږ تر څنګ ولاړ دي؛ خو د فلسطین د قضیې په اړه یې یوځل بیا د اسلامي نړۍ په کمزوري دریځ توندې نیوکې کړي دي. د یادونې وړ ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر “اسماعیل هنیه” داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې وړمه ورځ صهیونیستي اشغالګرو د غزې تړانګې په لودیځ کې د نوموړي کور په نښه کړ او د هنیه د خور په ګډون یې د کورنۍ ۱۳ غړي په شهادت ورسېدل.


















