کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې ترکي ځواکونو د سوریې شمال کې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د کردي وسله والو یو لوړ پوړی مشر وژل شوی دی. د ترکي د وسله والو ځواکونو قوماندانۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د سوریې د شمال په “قمشلي” سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د کردانو د PKK وسله والې ډلې مشر “علي دینچر” وژلی دی.د ترکیې څارګرې ادارې “MET” هم د نوموړي د وژل کېدو پخلی کړی او د کردانو دغه مشر یې ترکیه کې په ګڼو بریدونو کې په لاس درلودلو تورن کړی ده. ترکي استخبارات وایي، چې ډینچر په ۱۹۹۹م کال کې د PKK سره یوځای شوی و او د ترکیې دننه او له ترکیې د باندې یې په ترکي اهدافو لسګونه خونړي بریدونه پلان کړي و.


















