کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د لبنان-اسرائیلو په پوله د حزب الله ځواکونو او صهیونیستي اشغالګرو ترمنځ جګړو زور اخیستی، د لبنان د حزب الله غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د لبنان-اسرائیلو پر پوله په یو برید کې د یو لوړ پوړي اسرائیلي قوماندان په ګډون دوه اشغالګر پوځیان وژلي دي. د المنار د راپور له مخې اسرائیلي ځواکونو هڅه کوي، چې د لبنان جنوب ته ننوځي؛ خو د حزب الله ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلي کابینې په لبنان د هوایي او ځمکنیو عملیاتو طرحه تائید کړې ده؛ خو امریکا یوازې د لبنان په جنوب کې د عملیاتو محدوده اجازه ورکړې ده. د یادونې وړ ده، چې د لبنان په جنوب د حزب الله مقاومتي غورځنګ ولکه لري او پر غزې تړانګې د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې یادې ډلې هم د لبنان-اسرائیلو په پوله صهیونیستي ځواکونو سره نښتې پیل کړي، چې په پایله کې یې دواړو لوریو ته درانه تلفات اوښتې دي.


















