کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د عراق د اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” ځواکونو یوځل بیا د اشغال شوي فلسطین په شمالي ښار “حیفا” کې د صهیونیستي ريژیم مهم پوځي اهداف د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه کړي دي. یادې ډلې ادعا کړې، چې ځواکونو یې تېره شپه د اشغالي فلسطین په “حیفا” بندري ښار د بالستیک توغندیو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د صهیونیستي ريژیم د یوې پوځي اډې، په ګډون ځینو مهمو اهدافو ته د پام وړ زیان اوښتی دی. که څه هم صهیونیستي ريژیم تر اوسه د عراق د اسلامي مقاومت وسله والې ډلې د ادعا په هکله څه نه دي ویلي؛ خو دا لومړی ځل نه دی، چې د عراق د اسلامي مقاومت ځواکونه پر اسرئیلو بریدونه کوي، بلکې یادې ډلې د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسي په اسرائیلو او سیمه کې د امریکا او برېتانیا په پوځي اډو سلګونه بریالي عملیات ترسره کړي دي.


















