کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د سوریې په “دیرالزور” ولایت کې د حکومت ضد وسله والو په برید کې ۴۸ سوریایي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې یاد برید پرون سهار وختي د “دیرالزور” ولایت کې د پوځیانو په لیږدونکي بس موټر ترسره شوی دی.
د سوریې دولتي تلویزیون هم د برید او پکې د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی؛ خو په خبره یې په ځوابي برید کې یې لسګونه حکومت ضد وسله وال هم وژلي دي.د یادونې وړ ده، چې د یاد برید مسؤلیت حکومت مخالفې “تحریرالشام” وسله والې ډلې منلی ده. یاده ډله له ۲۰۱۳م کال راهیسې د سوریې د حکومت خلاف جګړو کې ښکیله ده او وخت ناوخت په حکومتي اهدافو بریدونه کوي.


















